د ترهګری پر وړاندی د عمران خان د حکومت ریاکارانه کړنی
لیکنه: معین الدین خان
ژباړه: پښتو څانګه
د عمران خان واک ته له رسیدو وړاندی د نوی پاکستان جوړیدو لپاره نعری اوچتیدلی ، او فساد د له منځه وړلو هم یو مهم شعارونه اوریدل کیدل ، خو هغه په خپل حکومت کی چی نژدی یو نیم کال یی پوره کیږی تر ټولو نابریالی لومړی وزیر معلومیږی. که له فساد سره مبارزه وی یا په ملګرو ملتونو کی د پاکستان پیاوړی ښودنه وی او یا هم له اقتصادی بحران څخه د وتلو نعری وی ، خو حقیقت دا دی چی هغه یوازی په اواز اوچتولو کی ډیر ماهر دی.
د پاکستان ورځپاڼی چی نږدی سانسور حالت څخه تیریږی، هغوی هم د واکمنۍ د ناکامیو له یادولو نشی تښتیدی. همدی ورځو کی هغوی په داووس کی د ملګرو ملتونو په وړاندی د اقتصادی ناورین اصلی لامل له ده څخه وړاندی حکومتو په فساد کی ډوبوالی او د پوځ سره د مخکینو حکومتونو د خرابو اړیکو درلودل بیان کړل. او وآ ئی چی له همدی کبله د پاکستان اقتصادی حالت دومره خرابیدو. هغه ځان ته د کریډیټ اخیستو په موخه وویل چی اوسمهال د حکومت او پوځ دریځ یو دی ، نو له همدی کبله له اقتصادی ناورین څخه د پاکستان د ایستلو هڅی بریالی ثابت شوی دی. پاکستانی رسنیو په دی خبری پوری ملنډو وهلو سره ویلی دی چی ملګرو ملتونو هم شاید د ده پر دعوو پوری ملنډی وهلی وی ، ځکه چی په هره موضوع کی د مخالف ګوندونو یادول د هغه عادت ګرځیدلی. په ورته وخت کې ، پخپله اقتصادي محاذ کې د دوی ناکامي پاکستان یو لوی بحران ته بیایی.
په نورو برخو کی هم د هغه ناکامی او د ځان ښودنی مثالونه مخی ته راځی ، لکه د ترهګری پر وړاندی مبارزه کی د ده د حکومت ریاکاری یو داسی مثال جوړیدونکی دی چی هغی ته په کتنی سره دا جوتیږی چی هغه هر څه د پوځ په اشارو سره ترسره کوی. له یوه مثال سره به دا خبره په ډاګه شی لکه څرنګه چی لبیک پاکستان یو قانون ماتونکی او ترهګره ډله ده چی اوس هم حکوت بلک میل کوی او د عمران خان په واکمنی کی تیر کال کله چی عیسوی ښځه آسیه بی بی د پاکستان تر ټول ستری محکمی بی قصوره وبلله او د مرګ له سزا څخه یی برأت ورکړو ، نو تحریک لبیک له تشدد ډک لاریون کړی وو. او آن د عمران خان د استعفا تر څنګ یی د محکمی د قاضیانو د وژلو ګواښونه کړی وو او د پوځ د افسرانو ، سرتیرو او د پوځ ستر دریستز پر وړاندی د بغاوت لپاره راولاړ شوی وو. چی دا ټولی ترهګر خوښوونه او ګواښونه حکومت او پوځ په ګډه سره وچکول. ځینو لاریونوالو ته په دی ورستیو کی تر ۵۵ کالو بند سخته سزا هم اورول شوی وه.
اوس نو دی چلند ته په کتو سره د دوی ریاکاری په ښکاره ډول په ډاګه کیږی. یوه فلم جووړونکی سر مد کهوسټ تیر کال پر ټولنیزو چلندونو یو فلم جوړ کړی وو، چی په نړیوال فلم فیر کی چی په بوسن کی تر سره شو جایزه وګټله. په یاد فلم کی د پاکستانی ټولنو حقیقتونه برملا شوی وو، دی فلم ته د پاکستان د سنسرشپ ټولو ادارو شین بیرغ ښودلی وو. لیکن د دی فلم په خپریدو پابندی ولګیده. وجه یی یوازی دا ده چی تحریک لبیک په زوره دا فلم غیر اسلامی وبللو، عامو خلکو په دی اړه هیڅ ډول اعتراض ندی کړی ، الپته ټول اولس ِواړی یاد فلم چی ( زندګی تماشه ) نومیږی زرتر زره وګوری. ، نو دا چی د ترهګرو او ریاکاری پر وړاندی د تسلیمیدو روڼ او ژوندی مثال نه دی نور نو څه دی. کله چی ضرورت پیښ شو نو تاسو دا ډلی وځپلی ځکه چی تاسو خپله د دی ډلو هدف ګرځیدلی وی او اوس د دی ډلو پالنه یوازی د دی لًپاره کیږی چی د اړتیا په وخت یی د ځان په ګټه وکاروی. دلته د دی خبری یادونه هم باید وشی کله چی په ۲۰۱۷ کال کی په یوه معامله کی همدغی تحریک لبیک قانون ماتونه او ترهګری پیل کړی وه او پر اسلااباد کی یی ټرافیکی ګڼه ګوڼه رامنځ ته کړه نو هغه وخت د مسلم لیګ (نواز شریف) د حکومت لومړی وزیر اعظم خاقان عباسی د پوځ مشر جنرال باجوه مجبور کړو چی هغه دی د تحریک لبیک ټولی غوښتنی ومنی ، چی په هغی کی د هغه وخت د قانون د وزیر استعفا هم شامله وه ، په پای کی د دی ډلی ټولی غوښتنی منل شوی وی. نه یوازی دا چی پوځ د لاریون کونکو او د قانون ماتونکو نه یوازی هڅولی وو بلکه هغوی ته یی پیسی هم ورکړی وی تر څو د هغه وخت د حکومت لپاره سرخوږی جوړ کړی. پاکستانیو ورځپاڼو لیکلی چی پوځ ځکه د دی ډلو ملاتړی دی چی د ضرورت پر وخت یی وکاروی لکه څرنګه یی چی کارولی دی
Comments
Post a Comment